
دہ “ی” مختلف صورتونہ او استعمال

ي = یائے اصلي =کومې ته چې مونږ غونډۍ ی وایو
لکه ( اصلي ،نقلي ،لرګي،ځي ،راځي,کېښني،پاڅي)
ې=یائے نسبتي=د نسبت دپاره او جمع دپاره استعماليږي
لکه ( دې،کښې،پکښې،لوریانې،خوېندې,میاندې،لاندې)
ۍ = یائے تانیث = د واحد مؤنث دپاره استعماليږي
لکه (جينۍ،ابۍ،ټوپۍ،سپۍ،کټۍ،کټوۍ)
ئ = يائے حکمي =د حکم ورکولو دپاره استعماليږي
لکه (ځئ،راځئ،اوخورئ،پاڅئ،اوليکئ،مۀ ليکئ)
ے= یائے مجهول=د واحد مذکر دپاره استعماليږي
لکه (سړے،کړے،بونېرے،کټے،سپے،سخے،ککے)
يو سرسري غوندې تعارف مې درته اوکړو .
Load/Hide Comments