
دہ لویو لویو قدرتونوں مالکہ۔۔۔ اجمل خٹک
د لویو، لویو قدرتونو ربه
یو تمنا ده اوریدی شې کنه؟
ستا د سکڼي، سکڼي ماښام نه لوګی
د چا د زړه لوګی لیدی شې کنه؟
ستا د سیلو او طوفانونو پر مخ
یو اسویلی دی درلیږلی غواړم
ستا د څپو، څپو سیندونو پهنوم
لیمه راډک شو څڅولی غواړم
هسې نه چون د خولې ایستل کفر شي
هسې نه تاته ژړېدل کفر شي
ستا د جنت له نعمتونو نه زار
زه درته وږی په جهان ژاړم
ستا د دوزخ له لړمانو توبه
زه درته دا لړمانان ژاړم
دلته د ګیډې دوزخ تش ګرځوو
هلته شو ستا د دوزخونو خاشاک
دلته د دغو قصابانو خوراک
هلته د هغه خامارانو خوراک
نه مو ځان تور کړ او نه سپین پاتې شوو
نه د دنیا او نه د دین پاتې شوو
ستا د سنګینو فیصلو نه قربان
ولې حیران یم کوم قانون ومنم
ته خو دې خپل قارون په ځمکه منډې
زه مې په سر باندې قارون ومنم
ستا په رضا زما رضا ده ربه
کاڼی هم نس پورې تړلی شمه
چې بل ښامار په خزانو ووینم
اخر انسان یم څنګه غلی شمه
راډک شو زړه ایسارولی نه شم
خوله ماته ښه ده خو ګنډلی نه شم
ستا د جنت په تمه تمه چې مري
د هغو وږو په سلګو مې قسم
په دې دوزخ کې یې نور نه شم لیدی
ستا په دې جیګو منارو مې قسم
یا خو د ځمکې په دې ارته سینه
ماته خپل ژوند زما جنت راکړه
یا د نهر دوزخي مرګ نه مخکې
د یوې چیغې اجازت راکه
چې دا ستا وږي ستا په خوند ماړه کړم
یا پهخپل ځان باندې کارغان ماړه کړم
اجمل خٹک بابا
Today, I went to the beach with my kids. I found a sea shell and gave it to my 4 year old daughter and said “You can hear the ocean if you put this to your ear.” She put the shell to her ear and screamed. There was a hermit crab inside and it pinched her ear. She never wants to go back! LoL I know this is completely off topic but I had to tell someone!